کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز او بغلان ولایتونو کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د سروې چارې پیل شوې

23 جوزا 1403 ساعت 9:28

د هېواد د برېښنا شرکت چارواکو په کندز او بغلان ولایتونو کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د سروې د کار د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه شرکت اجرایوي رییس د دغې پروژې د کار د اسانتیا په موخه دغو ولایتونو ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د برشنا شرکت ویاند حکمت الله میوندی وایی، د دغه شرکت اجراییوی رییس د دغې پروژې د پلې کېدو د اسانتیاوو د کتنې او چمتو کولو په موخه بغلان او کندز ولایتونو ته سفر کړی او ورسره یې خبرې اترې کړی دی. 

هغه زياته کړه: "دوى لومړنۍ سروې پيل کړې، چې له هغې وروسته به د برشنا له شرکت سره ناسته وکړي او بيا به يې د کار د پيل لپاره يوه ورځ وټاکل شي."

د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به شاوخوا زر میګاواټه بریښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي. 

ویل شوي، چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې ارزښت ۱،۲ میلیارده ډالره دی، چې ۲۶۰ میلیونه ډالره یې د افغانستان برخه ده. تر اوسه د نړیوال بانک له خوا سل میلیونه ډالر نه دي ورکړل شوي.

د اقتصادي کارپوهانو په اند، دا پروژه د افغانستان د برېښنا په رسولو او همدارنګه د اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال په برخه کې مهم رول لوبوي.

د هېواد مرکزي بانک څه موده وړاندې اعلان وکړ، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په پلي کېدو سره به په افغانستان کې د دغې کرښې په اوږدو کې د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت بنسټیزې پروژې جوړې شي.


د مطلب کود: 291882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291882/په-کندز-او-بغلان-ولایتونو-کې-د-کاسا-۱۰۰۰-پروژې-سروې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com