افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د مسلکي چارو وزیر شیخ ضرار محمد حقاني او یو شمېر رئیسانو د سعودي عربستان د "ضیوف البیت" موسسې له مسوولینو سره د همغږۍ په موخه د حج پروسې د مهمو مسایلو په اړه وکتل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې افغان حاجیانو ته په بېلابېلو برخو کې د غوره او لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
بايد يادونه وشي چې "ضيوف البيت" موسسه د سعودي عربستان د شاهي حکومت تر چتر لاندې د حج مراسمو په ترڅ کې حاجيانو ته لازم خدمات وړاندې کوي.