د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دغه وزارت پلاوي افغان حاجیانو ته د غوره او لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د سعودي عربستان د "ضیوفالبیت" موسسې له چارواکو سره خبرې کړې دي.
د هېواد حاجیانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه له سعودي چارواکو سره د حج او اوقافو وزارت د پلاوي خبری
22 جوزا 1403 ساعت 14:24
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دغه وزارت پلاوي افغان حاجیانو ته د غوره او لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د سعودي عربستان د "ضیوفالبیت" موسسې له چارواکو سره خبرې کړې دي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د مسلکي چارو وزیر شیخ ضرار محمد حقاني او یو شمېر رئیسانو د سعودي عربستان د "ضیوف البیت" موسسې له مسوولینو سره د همغږۍ په موخه د حج پروسې د مهمو مسایلو په اړه وکتل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې افغان حاجیانو ته په بېلابېلو برخو کې د غوره او لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وشوې.
بايد يادونه وشي چې "ضيوف البيت" موسسه د سعودي عربستان د شاهي حکومت تر چتر لاندې د حج مراسمو په ترڅ کې حاجيانو ته لازم خدمات وړاندې کوي.
د مطلب کود: 291855