افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ولایت د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د خواجه عمري ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د (UNOPS) په مالي مرسته د څه باندې ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۲ بېلابېلې پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بشپړو شويو پروژو کې د دې ولسوالۍ د کليوالي سړکونو بيارغونه، د اوبو لګولو د سيسټمونو جوړول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو په یو شمېر ولایتونو کې بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلې کړې وې.