کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني ولایت کې د څه دپاسه ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۲ پرمختیايي پروژې پلې شوې

22 جوزا 1403 ساعت 14:19

د غزني سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۲ بېلابېلو پرمختیايي پروژو د پلي کېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د غزني ولایت د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، چې د خواجه عمري ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د (UNOPS) په مالي مرسته د څه باندې ۴۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۴۲ بېلابېلې پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. 

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په بشپړو شويو پروژو کې د دې ولسوالۍ د کليوالي سړکونو بيارغونه، د اوبو لګولو د سيسټمونو جوړول او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو په یو شمېر ولایتونو کې بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلې کړې وې.


د مطلب کود: 291854

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291854/په-غزني-ولایت-کې-د-څه-دپاسه-۴۴-میلیونه-افغانیو-ارزښت-۴۲-پرمختیايي-پروژې-پلې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com