افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغه ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت د چاپېریال د نړیوالو کنوانسیونونو مکلفیتونو ته ژمن دی او هیله لري چې نړۍ هم له افغانستان سره تعامل وکړي.
د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر دې ته په اشارې وویل، چې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله د اقلیم له بدلون څخه ډېر اغېزمن شوی، خو له دې سره سره نړۍ له دغه هېواد سره همکاري نه ده کړې.
نوموړي دغه راز د اذربایجان له سفیر څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت استازو ته د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د دغه هېواد په کوربه توب د ګډون زمینه برابره کړي.
له بلې خوا ښاغلي محمدوف په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پراخولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.