کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اذربایجان د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د اسلامي امارت د حضور لپاره زمینه برابره کړه

22 جوزا 1403 ساعت 14:16

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره د دې ادارې د عمومي رئیس د کتنې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د دغه هېواد سفیر هڅه کوي چې د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د حضور لپاره زمینه برابره کړي. دا به په اذربایجان کې ترسره شي.


آوا - کابل: د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغه ادارې عمومي رئیس حافظ عزیز الرحمن په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت د چاپېریال د نړیوالو کنوانسیونونو مکلفیتونو ته ژمن دی او هیله لري چې نړۍ هم له افغانستان سره تعامل وکړي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مشر دې ته په اشارې وویل، چې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله د اقلیم له بدلون څخه ډېر اغېزمن شوی، خو له دې سره سره نړۍ له دغه هېواد سره همکاري نه ده کړې.

نوموړي دغه راز د اذربایجان له سفیر څخه وغوښتل چې د اسلامي امارت استازو ته د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د دغه هېواد په کوربه توب د ګډون زمینه برابره کړي.

له بلې خوا ښاغلي محمدوف په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د دوستانه اړیکو پراخولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 291852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291852/اذربایجان-د-اقلیم-بدلون-په-کنفرانس-کې-اسلامي-امارت-حضور-لپاره-زمینه-برابره-کړه

آوا
  https://www.avapress.com