دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 291820
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۷ زره او ۱۲۴ تنو ته ورسېد
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر د اوومې نیټې راهیسې د شهیدانو شمیر ۳۷۱۲۴ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۱۲۴ تنو او د ټپیانو شمیر ۸۴ زره او ۷۱۲ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۵ حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۴۰ کسان شهیدان او ۲۱۸ نور ژوبل شول.

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه چې تر لسو زرو زیات کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.
https://avapress.com/vdchizniv23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته