کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۷ زره او ۱۲۴ تنو ته ورسېد

22 جوزا 1403 ساعت 9:43

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر د اوومې نیټې راهیسې د شهیدانو شمیر ۳۷۱۲۴ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۱۲۴ تنو او د ټپیانو شمیر ۸۴ زره او ۷۱۲ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې ۵ حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۴۰ کسان شهیدان او ۲۱۸ نور ژوبل شول.

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه چې تر لسو زرو زیات کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.


د مطلب کود: 291820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291820/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۷-زره-او-۱۲۴-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com