دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 291813
په روسیه کې د "بریکس" د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیل شوه
د بريکس غړو هېوادونو او مخ پر ودې هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پرون (دوشنبه د جوزا په ٢١مه) د روسيې په ننیژنی نووگورود ښار کې پيل شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د بریکس د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر علی باقری او د دغې ډلې د ۹ نورو غړیو هیوادونو د جګپوړو دیپلوماتانو په شتون سره پرون دوشنبه (د جوزا ۲۱ مه) د روسیې په نیژنی نووگورود کې پیل شو.

د بریکس د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه چې د ایران د اسلامي جمهوریت له الحاق وروسته د بهرنیو چارو د وزیرانو لومړۍ غونډه ده، د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر شهید ایت الله سید ابراهیمي په درناوي د یوې دقیقې چوپتیا سره پیل شوه. 

د بريکس غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو هم په خپلو خبرو کې د ډاکټر رئيسي او ډاکټر امير عبداللهيان د يادونو درناوى وکړ او د خپلو دولتونو او ولسونو په استازيتوب يې د ايران دولت او خلکو او د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته د تسليت مراتب وړاندې کړل. 

د دغې غونډې له رسمي پيل مخکې د بريکس ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د ګډ انځور په مراسمو کې ګډون وکړ.

د بريکس او پرمختيايي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه به د بريکس د لسو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په شتون کې د ١٤٠٣ کال د جوزا په ٢١مه او ٢٢مه نېټه د روسيې په نیژنی نووگورود ښار کې تر سره شي.
https://avapress.com/vdcjvve8tuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته