دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 266631
په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیات شوی
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړي استازي د غونډې په څنډه کې په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتوالي په اړه اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسي چارواکو په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو اجازه ورکړې ده.
 
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د خاصو استازو لومړۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په تاشکند کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د ازبکستان، ایران، چین، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان استازو حضور درلود.
 
کابلوف د غونډې په څنډه کې وويل: "موږ د سفارت د کارکوونکو د زياتولو اجازه راکړه، پخوا يو کس و، اوس درې تنه دي."
 
ده همداراز زیاته کړه: روسیه افغانستان ته د نفتو د صادراتو په اړه تړونونه عملي کوي او د دغو صادراتو د زیاتوالي امکان د کابل په غوښتنه پورې اړه لري.
https://avapress.com/vdcjtme8vuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته