کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو شمېر زیات شوی

17 حوت 1401 ساعت 12:22

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړي استازي د غونډې په څنډه کې په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتوالي په اړه اعلان وکړ.


آوا - د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روسي چارواکو په روسیه کې د افغانستان د سفارت د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو اجازه ورکړې ده.
 
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د خاصو استازو لومړۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په تاشکند کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د ازبکستان، ایران، چین، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان استازو حضور درلود.
 
کابلوف د غونډې په څنډه کې وويل: "موږ د سفارت د کارکوونکو د زياتولو اجازه راکړه، پخوا يو کس و، اوس درې تنه دي."
 
ده همداراز زیاته کړه: روسیه افغانستان ته د نفتو د صادراتو په اړه تړونونه عملي کوي او د دغو صادراتو د زیاتوالي امکان د کابل په غوښتنه پورې اړه لري.


د مطلب کود: 266631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266631/په-روسیه-کې-د-افغانستان-سفارت-کارکوونکو-شمېر-زیات-شوی

آوا
  https://www.avapress.com