دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 44816
په روسیه کې د سیلابونو د قربانیانو په خاطر یوه ورځ ملي ماتم اعلان شو
دا مهال د روسیې د کراس نودلر په سیمه کې د دې سیلابونو د قربانیانو شمېر یوسلو یو اویاوو ته رسیدلی دی.
روسیه ددې هیواد په جنوب کې د ورانونکیو سیلابونو د قربانیانو په خاطر نن یوه ورځ ملي ماتم کوي.

دا مهال د روسیې د کراس نودلر په سیمه کې د دې سیلابونو د قربانیانو شمېر یوسلو یو اویاوو ته رسیدلی دی.

د پنځه زرو په شا او خوا کې کورونه چې ډیر یې کریمیسک په ښار کې دي تر اوبو لاندې شوي دي.

ویل کېږي، چې د دې سیلابونو په ترڅ کې تر ټولو درون زیان همدي ښارګوټي ته اوښتي دی او اوسیدونکیو یې د یکشنبې په ورځ د برېښنا، ګاز او د څښاک د اوبو پرته شپه تیره کړه.

دا مهال یونیم زر خدماتو رسونکي او ژوغورنکي کارګر د ژغورنې عملیاتو ته ادامه ورکوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiany.49ny61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته