کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په روسیه کې د سیلابونو د قربانیانو په خاطر یوه ورځ ملي ماتم اعلان شو

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 سرطان 1391 ساعت 14:21

دا مهال د روسیې د کراس نودلر په سیمه کې د دې سیلابونو د قربانیانو شمېر یوسلو یو اویاوو ته رسیدلی دی.


روسیه ددې هیواد په جنوب کې د ورانونکیو سیلابونو د قربانیانو په خاطر نن یوه ورځ ملي ماتم کوي.

دا مهال د روسیې د کراس نودلر په سیمه کې د دې سیلابونو د قربانیانو شمېر یوسلو یو اویاوو ته رسیدلی دی.

د پنځه زرو په شا او خوا کې کورونه چې ډیر یې کریمیسک په ښار کې دي تر اوبو لاندې شوي دي.

ویل کېږي، چې د دې سیلابونو په ترڅ کې تر ټولو درون زیان همدي ښارګوټي ته اوښتي دی او اوسیدونکیو یې د یکشنبې په ورځ د برېښنا، ګاز او د څښاک د اوبو پرته شپه تیره کړه.

دا مهال یونیم زر خدماتو رسونکي او ژوغورنکي کارګر د ژغورنې عملیاتو ته ادامه ورکوي.


د مطلب کود: 44816

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44816/په-روسیه-کې-د-سیلابونو-قربانیانو-خاطر-یوه-ورځ-ملي-ماتم-اعلان-شو

آوا
  https://www.avapress.com