دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 291767
د نوري فایبر د خدمتونو د پراختیا او د څښاک د اوبو د کمښت پر ستونزو خبرې وشوې
د رئیس الوزرا اداري مرستیال وايي چې د دغه مرستیال په غونډه کې د نوري فایبر د خدمتونو د پراختیا، انټرنیټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي او د ښاریانو د څښاک د اوبو د ښه تنظیم په اړه خبرې وشوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اداري مرستیال د نوري فایبر د خدمتونو د پروژې د پلي کیدو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو او د شبکو او ټولنیزو خدمتونو د نورو چارو په اړه د ګمارل شوي پلاوي سره غونډه وکړه.

دده په وینا، په دې ناسته کې په هېواد کې د زیربنایي پروژو د اغېزمن تطبیق لپاره د همغږۍ پر میکانیزم خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې په هېواد کې د نوري فايبر د خدمتونو او د اوبو رسولو د شبکې د پراختيا، په ځانګړي ډول په کابل ښار کې انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي، د څښاک د اوبو د چارو د ښه تنظيم په اړه ګټورې خبرې وشوې.

په همدې حال کې د زیربنایي پروژو د تطبیق پر مهال د سړکونو او عامه تاسیساتو د تخریب د مخنیوي په خاطر د اړوندو ادارو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه هراړخیزه بحث او کتنه وشوه او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په هېواد کې د انټرنېټ د لوړې بیې او په کابل ولایت کې د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره سره ښاریان تل شکایت کوي.
https://avapress.com/vdch-zniq23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته