افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن یکشنبه (د جوزا ۲۰ مه) په ایکس کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغه وزارت له امو حوزی څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تیل تولید کړي دي او په تېرو لسو ورځو کې د هېواد پر کورنيو پانګوالو څه باندې ٧١ ميليونه شپږ سوه زره امريکايي ډالره پلورل شوې ده.
د هغه په وينا، دغه وزارت شل زره ټنه خام تېل د داوطلبۍ له لارې پلوري.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دوو اونیو کې ۱۵۰ زره ټنه خام تیل پلوري.