کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آمو له حوزی څخه د څه باندې ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۰ زره ټنه خام تیل پلورل شوي

20 جوزا 1403 ساعت 13:37

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې په تېرو لسو ورځو کې یې د امو سیند له نفتي حوزې څخه د څه باندې ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۳۰ زره ټنه خام تیل پلورلي دي.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن یکشنبه (د جوزا ۲۰ مه) په ایکس کې یوه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې دغه وزارت له امو حوزی څخه ۱۳۰ زره ټنه خام تیل تولید کړي دي او په تېرو لسو ورځو کې د هېواد پر کورنيو پانګوالو څه باندې ٧١ ميليونه شپږ سوه زره امريکايي ډالره پلورل شوې ده.

د هغه په ​​وينا، دغه وزارت شل زره ټنه خام تېل د داوطلبۍ له لارې پلوري.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دوو اونیو کې ۱۵۰ زره ټنه خام تیل پلوري.


د مطلب کود: 291716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291716/د-آمو-له-حوزی-څخه-څه-باندې-۷۰-میلیونو-ډالرو-په-ارزښت-۱۳۰-زره-ټنه-خام-تیل-پلورل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com