افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال د اندونیزیا د سرې میاشتې او جوماتونو د شورا له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخوانی مرستیال سره په کتنه کې وویل چې اوس د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه زمینه برابر شوي ده.
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستيال مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند د اندونیزیا د سرې مياشتې او جوماتونو د شورا له مشر محمد يوسف کلا سره وکتل.
په دې کتنه کې چې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، سوداګريزو اړيکو او د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړې، ملا عبدالغني برادر اخند وويل چې افغانستان او اندونيزيا د تاريخ په اوږدو کې ښې اړيکې لرلې او اوس هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو په حال کې دي.
ملا عبدالغني برادر اخند زیاته کړه چې په ټول افغانستان کې د امنیت په تامین سره د انرژۍ، کانونو، د اوبو بندونو، زیربناوو، صنعت او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي او اندونیزیایي پانګوال کولای شي په دې برخه کې پانګونه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او په دې برخه کې به هر ډول همکارۍ وکړي.
د سرې میاشتې او جوماتونو د شورا رئیس او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یوسف کلا په افغانستان کې د شویو پرمختګونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا کار به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان رښتیني وضعیت په ډاګه کړي.
محمد یوسف کلا زیاته کړه، اندونیزیا غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي او اندونیزیايي پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي.
هغه څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د اندونیزیا اقتصادي پلاوی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه کابل ته راشي او له افغان لوري سره به په بېلابېلو برخو کې د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
باید وویل شي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ښوونیزو برخو کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.