افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د برښنا شرکت وايي چې د دغه شرکت له عمومي رییس ملا محمد حنیف حمزه سره د یوه فاز او درې فاز د بریښنا میټرونو د اخیستلو تړون د چینایی شرکت سره د 2.7 ملیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو.
برشنا زياتوي، شينزين میټران د دغه شرکت له معيارونو سره سم جوړ شوي، چې د شبکې په ښه والي او پراختيا کې به ترې ګټه پورته شي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د نویو میټرونو په راتګ او د هغوی په وېش سره به د پېرودونکو ستونزې هوارې او دوی به په مناسبه بیه معیاري میترونه ترلاسه کړي.