کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له چین څخه د ۲.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د «بریښنا میټر» د اخیستلو تړون لاسلیک شو

14 جوزا 1403 ساعت 12:34

د هیواد د بریښنا رسولو شرکت (برښنا) د چین له «شینزین کلو» شرکت څخه د ۲،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د «بریښنا میټرونو» د اخیستلو تړون لاسلیک کړ.


آوا - کابل: د هېواد د برښنا شرکت وايي چې د دغه شرکت له عمومي رییس ملا محمد حنیف حمزه سره د یوه فاز او درې فاز د بریښنا میټرونو د اخیستلو تړون د چینایی شرکت سره د 2.7 ملیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو.
 
برشنا زياتوي، شينزين میټران د دغه شرکت له معيارونو سره سم جوړ شوي، چې د شبکې په ښه والي او پراختيا کې به ترې ګټه پورته شي.
 
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د نویو میټرونو په راتګ او د هغوی په وېش سره به د پېرودونکو ستونزې هوارې او دوی به په مناسبه بیه معیاري میترونه ترلاسه کړي.


د مطلب کود: 291445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291445/له-چین-څخه-د-۲-۷-میلیونو-ډالرو-په-ارزښت-بریښنا-میټر-اخیستلو-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com