افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري او په دوحه کې د اسلامي امارت له سفیر ډاکټر محمد نعیم د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال محمد بن احمد الطوار الکواری سره کتلي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر هم له قطري سوداګرو وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې د کرنې، صنعت، تولید او زیربنایي برخو کې پانګونه وکړي.