کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان له قطري سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي

14 جوزا 1403 ساعت 12:06

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست د قطر د سوداګرۍ خونې له لومړي مرستیال سره په کتنه کې د دغه هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې د کرنې، صنعت او تولید په برخو کې پانګونه وکړي. 


آوا - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري او په دوحه کې د اسلامي امارت له سفیر ډاکټر محمد نعیم د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې لومړی مرستیال محمد بن احمد الطوار الکواری سره کتلي.
 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
په دې کتنه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر هم له قطري سوداګرو وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې په افغانستان کې د کرنې، صنعت، تولید او زیربنایي برخو کې پانګونه وکړي.


د مطلب کود: 291436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291436/افغانستان-له-قطري-سوداګرو-وغوښتل-چې-په-هېواد-کې-بېلابېلو-برخو-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com