دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 291095
د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار د صهیونیسټ رژیم حمله په کلکه وغندله
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار کښې د فلسطین په کډوالو باندې د صهیونیسټی پوځیانو حمله په کلکه وغندله چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه ۴۵ تنه شهیدان شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د صهیونیسټي ځواکونو دغه برید یو جنګي جنایت بللی دی.

د یادولو وړ ده چې د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار کښې د کډوالو په یوه کمپ باندې د صهیونیسټی پوځیانو په هوایی حملې کښې زیات شمیر ماشومان او ښځې وژل شوی دی.

د صهیونیسټ رژیم دغه حملې نړیوال اعتراضونه راوپارول .

یوشمېر هېوادونو له اسراییلو غوښتي چې سمدستي دې په رفح کې خپل پوځي عملیات ودروي.
https://avapress.com/vdcb98b5srhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته