د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار کښې د فلسطین په کډوالو باندې د صهیونیسټی پوځیانو حمله په کلکه وغندله چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه ۴۵ تنه شهیدان شول.
د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار د صهیونیسټ رژیم حمله په کلکه وغندله
8 جوزا 1403 ساعت 10:24
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار کښې د فلسطین په کډوالو باندې د صهیونیسټی پوځیانو حمله په کلکه وغندله چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه ۴۵ تنه شهیدان شول.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د صهیونیسټي ځواکونو دغه برید یو جنګي جنایت بللی دی.
د یادولو وړ ده چې د غزې د تړانګې په جنوب کښې د رفح په ښار کښې د کډوالو په یوه کمپ باندې د صهیونیسټی پوځیانو په هوایی حملې کښې زیات شمیر ماشومان او ښځې وژل شوی دی.
د صهیونیسټ رژیم دغه حملې نړیوال اعتراضونه راوپارول .
یوشمېر هېوادونو له اسراییلو غوښتي چې سمدستي دې په رفح کې خپل پوځي عملیات ودروي.
د مطلب کود: 291095