د اسرائیلو پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګې کښې د دغه رژیم د ۵ پوځیانو د ټپي کیدو په تائیدولو سره اعلان وکړ چې د صهیونیسټانو د پوځي تیریو له پیله تراوسه د دغه رژیم ۶۳۴ افسران او پوځیان وژل شوي او ۳۵۷۳ نور ژوبل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د دغه رژیم ۵ تنه عسکر ټپیان شوی دی. د اسرائیلو د پوځ په وینا، د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د دغه رژیم ۶۳۴ افسران او پوځیان وژل شوی او ۳۵۷۳ نور ټپیان شوی دی. د اسرائیلو پوځ تایید کړې، چې د غزې پر ضد د ځمکنۍ جګړې له پیلېدو وروسته د دوی ۱۷۷۴ تنه ټپیان شوي دي. د اسرائیلو پوځ زیاته کړې، چې تر اوسه د ۲۶۵ پوځیانو درملنه شوې او ۳۳ یې سخت ټپیان دي.