کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د جګړې له پيله تر اوسه د صهيونېسټ رژيم څه دپاسه ۴۲۰۰ پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي

4 جوزا 1403 ساعت 11:45

د اسرائیلو پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګې کښې د دغه رژیم د ۵ پوځیانو د ټپي کیدو په تائیدولو سره اعلان وکړ چې د صهیونیسټانو د پوځي تیریو له پیله تراوسه د دغه رژیم ۶۳۴ افسران او پوځیان وژل شوي او ۳۵۷۳ نور ژوبل شوي دي.


آوا: د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د دغه رژیم ۵ تنه عسکر ټپیان شوی دی.
 
د اسرائیلو د پوځ په وینا، د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د دغه رژیم ۶۳۴ افسران او پوځیان وژل شوی او ۳۵۷۳ نور ټپیان شوی دی.
 
د اسرائیلو پوځ تایید کړې، چې د غزې پر ضد د ځمکنۍ جګړې له پیلېدو وروسته د دوی ۱۷۷۴ تنه ټپیان شوي دي.
 
د اسرائیلو پوځ زیاته کړې، چې تر اوسه د ۲۶۵ پوځیانو درملنه شوې او ۳۳ یې سخت ټپیان دي.


د مطلب کود: 290856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290856/د-غزې-جګړې-له-پيله-تر-اوسه-صهيونېسټ-رژيم-څه-دپاسه-۴۲۰۰-پوځيان-وژل-شوي-او-ټپيان-دي

آوا
  https://www.avapress.com