افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تاس خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د بشردوستانه همکاریو ادارې ویلي چې د دغه هېواد د بیړنیو حالاتو وزارت اړوند یوه الوتکه د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر له مسکوه وتلې ده.
دغه سازمان زياته کړې چې ياده شوې الوتکه د افغانستان د خلکو لپاره د خوراکي او نورو لومړنيو توکو په ګډون ٢١ ټنه بشري مرستې لېږدوي.