دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 290719
حامد کرزی: د آیت الله رئیسي شهادت یوه ستره ضایعه ده
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه پیغام کې د ایران د اسلامي جمهوریت له خلکو او حکومت سره د غمشریکۍ په ترڅ کې د ایت الله سید ابراهیم رئیسي، د ایران جمهور رئیس، حسین امیرعبداللهیان، د ایران بهرنیو چارو وزیر او د هغوی د ملګرو شهادت یوه ستره ضایعه بللې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پخواني ولسمشر حامد کرزي د آیت الله رئیسي او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړه.

د ښاغلي کرزي په پیغام کې لیکل شوي دي: په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتماب سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیرعبداللهیان او د هغوی ملګري د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

هغه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له خلکو او حکومت سره د دغې سترې غمیزې په خاطر د تسلیت مراتب څرګند کړل او هیله یې څرګنده کړه چې د ایران ورور هیواد په صبر سره له دغه مشکل پړاو څخه تیر شي.

کرزي یادونه وکړه: د دې غمجنې پېښې شهیدان دې جنت الفردوس دې وکړي. د ایران ملت او حکومت ته د روغتیا او سوکالۍ او غمجنو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوم.

د یادولو وړ ده چې آیت الله سید ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ماښام د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان په سیمه کې د قیز قلعه‌سی د اوبو د بند د پرانستلو له مراسمو څخه د تبریز ښار ته د راستنیدو پر مهال د الوتکې د غورځیدو له امله له خپلو ټولو ملګرو سره شهید شو.
https://avapress.com/vdcdfz0xnyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته