افغان غږ خبری آژانس - کابل: حامد کرزي په هېواد کې د شته ستونزو په اړه د خبرو پر مهال، د بېکارۍ په راکمولو، تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو او د زده کړو پر دوام ټینګار وکړ.
ګډونوالو د هیواد پرمختګ په ټولنه کې په ګډه کار کولو پورې تړلی وباله.
پخواني ولسمشر د علم حاصلول د هېواد د پرمختګ اساس او د ښځو او نارینه وو ګډون یې د هوساینې اصل وباله.
کرزي پر ښځو ټینګار وکړ چې بېرته خپلو دندو او مسوولیتونو ته ستانه شي.
د یادولو وړ ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پخواني رژیم له نسکوریدو او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له هیواد څخه نه دي وتلی او تل یې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو او په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د ښځو شتون او ګډون په اړه نیوکوونکي کړي دي.