آوا - کابل: پخواني ولسمشر حامد کرزي د آیت الله رئیسي او د هغه د ملګرو په شهادت خواشیني څرګنده کړه.
د ښاغلي کرزي په پیغام کې لیکل شوي دي: په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتماب سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیرعبداللهیان او د هغوی ملګري د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
هغه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له خلکو او حکومت سره د دغې سترې غمیزې په خاطر د تسلیت مراتب څرګند کړل او هیله یې څرګنده کړه چې د ایران ورور هیواد په صبر سره له دغه مشکل پړاو څخه تیر شي.
کرزي یادونه وکړه: د دې غمجنې پېښې شهیدان دې جنت الفردوس دې وکړي. د ایران ملت او حکومت ته د روغتیا او سوکالۍ او غمجنو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوم.
د یادولو وړ ده چې آیت الله سید ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ماښام د ختیځ اذربایجان ولایت د ورزقان په سیمه کې د قیز قلعهسی د اوبو د بند د پرانستلو له مراسمو څخه د تبریز ښار ته د راستنیدو پر مهال د الوتکې د غورځیدو له امله له خپلو ټولو ملګرو سره شهید شو.