دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 290278
په فاریاب کې د سیلابونو له امله دوه تنه مړه او ۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي
د فارياب د والي وياند وايي، په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او د استوګنې ٢٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه وویل چې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي دي. 

هغه زياته کړه: "سيلابونو له ٦٠٠ جريبه زياته کرنيزه ځمکه، دوه بندونه او ٢٠٠ د استوګنې کورونه ويجاړ کړي او تر ٢٠٠ زيات څاروي هم له منځه تللي دي."

د فارياب د والي وياند په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو سره د مرستې لپاره د حکومت د هلوځلو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دغه ډاروونکي سيلابونه د بل چرخ او خواجه سبز پوش ولسواليو اوسيدونکو ته زيات زيانونه اړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې فارياب د کرنې په برخه کې د هېواد له مشهورو ولايتونو څخه دى، چې وروستيو اورښتونو د خلکو کرنې ته  زيان رسولي دي.
https://avapress.com/vdcd5z0xjyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته