کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د سیلابونو له امله دوه تنه مړه او ۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي

24 ثور 1403 ساعت 9:46

د فارياب د والي وياند وايي، په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه وژل شوي او د استوګنې ٢٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.


آوا - مزارشریف : د فاریاب د والي ویاند عصمت الله مرادي د آوا خبریال ته په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه وویل چې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي دي. 

هغه زياته کړه: "سيلابونو له ٦٠٠ جريبه زياته کرنيزه ځمکه، دوه بندونه او ٢٠٠ د استوګنې کورونه ويجاړ کړي او تر ٢٠٠ زيات څاروي هم له منځه تللي دي."

د فارياب د والي وياند په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو سره د مرستې لپاره د حکومت د هلوځلو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دغه ډاروونکي سيلابونه د بل چرخ او خواجه سبز پوش ولسواليو اوسيدونکو ته زيات زيانونه اړولي دي.

د يادونې وړ ده، چې فارياب د کرنې په برخه کې د هېواد له مشهورو ولايتونو څخه دى، چې وروستيو اورښتونو د خلکو کرنې ته  زيان رسولي دي.


د مطلب کود: 290278

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290278/په-فاریاب-کې-د-سیلابونو-له-امله-دوه-تنه-مړه-او-۲۰۰-کورونه-ویجاړ-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com