دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 290242
په بدخشان کې سېلاب ستر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي
په بدخشان ولایت کې د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) سختو بارانونو او سېلابونو ۵۴۵ د استوګنې کورونه، ۱۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۴۹ زره ونې ویجاړ کړي او تر ۲ زره څارویو ته یې مرګ ژوبله اړولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرام اکبري وايي، د معلوماتو له مخې د بدخشان ولایت په لسو ولسوالیو کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. 

نوموړي څرګنده کړه، چې د سېلابونو د راوتلو له امله د تاشکان، تګاب، وردوج، ارګو، کوهستان، درايم، ياوان، يمګان، يفتل پايان او د فيض آباد ښار شاوخوا سيمو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

مولوي اکبري وويل، اورښتونه او سيلابونه عامه ځايونه لکه سړکونه، د برېښنا پايي، د کرنيزو اوبو کانالونه، پلونه او پلچکونه زيانمن کړي او د يو شمېر ولسواليو مواصلاتي لارې يې تړلې دي.

په همدې حال کې د بدخشان ولايت سيلاب ځپلې وايي چې دسيلابونو له امله د اوښتو زيانونو جبران کول د خلکو لپاره نه جبران کېدونکي او ستونزمن کار دى او له دولت څخه غوښتنه کوو چې له سيلاب ځپلو سره د مرستو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په بدخشان ولايت کې د سېلابونو د ځاني او مالي زيانونو احصايې لومړني دي او د زيانونو په شمېرو کې د بدلون احتمال شته.
https://avapress.com/vdcee78wwjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته