کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې سېلاب ستر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

23 ثور 1403 ساعت 13:41

په بدخشان ولایت کې د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) سختو بارانونو او سېلابونو ۵۴۵ د استوګنې کورونه، ۱۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۴۹ زره ونې ویجاړ کړي او تر ۲ زره څارویو ته یې مرګ ژوبله اړولي دي.


آوا - مزار شریف: د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اکرام اکبري وايي، د معلوماتو له مخې د بدخشان ولایت په لسو ولسوالیو کې سېلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. 

نوموړي څرګنده کړه، چې د سېلابونو د راوتلو له امله د تاشکان، تګاب، وردوج، ارګو، کوهستان، درايم، ياوان، يمګان، يفتل پايان او د فيض آباد ښار شاوخوا سيمو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

مولوي اکبري وويل، اورښتونه او سيلابونه عامه ځايونه لکه سړکونه، د برېښنا پايي، د کرنيزو اوبو کانالونه، پلونه او پلچکونه زيانمن کړي او د يو شمېر ولسواليو مواصلاتي لارې يې تړلې دي.

په همدې حال کې د بدخشان ولايت سيلاب ځپلې وايي چې دسيلابونو له امله د اوښتو زيانونو جبران کول د خلکو لپاره نه جبران کېدونکي او ستونزمن کار دى او له دولت څخه غوښتنه کوو چې له سيلاب ځپلو سره د مرستو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په بدخشان ولايت کې د سېلابونو د ځاني او مالي زيانونو احصايې لومړني دي او د زيانونو په شمېرو کې د بدلون احتمال شته.


د مطلب کود: 290242

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290242/په-بدخشان-کې-سېلاب-ستر-ځاني-او-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com