افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د ډان نیوز شبکې د راپور له مخې، په حسن خېلو او میرعلي سیمو کې د پوځ پر پوستو د بمي چاودنو او تروریستي برید په ګډون د دوو تروریستي پېښو په ترڅ کې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر یوه ښوونځي د ترهګرو له خوا له چاودنې دوه ورځې وروسته شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې په شمالي وزیرستان کې پر پوځي ځواکونو د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په تېرو دوو کلونو کې پاکستان په خپلو امنیتي ځواکونو په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو بریدونو له بې ساري زیاتوالي سره مخ شوی دی.
د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د ډېرو دغو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.