کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په وزیرستان کې په یوه تروریستي برید کې اووه عسکر وژل شوي دي

23 ثور 1403 ساعت 10:01

په "شمالي وزیرستان" کې د پاکستان د پوځ پر ځواکونو د یوې بمي چاودنې او یوې تروریستي حملې د دغه هېواد ۷ پوځیان ووژل.


آوا: د پاکستان د ډان نیوز شبکې د راپور له مخې، په حسن خېلو او میرعلي سیمو کې د پوځ پر پوستو د بمي چاودنو او تروریستي برید په ګډون د دوو تروریستي پېښو په ترڅ کې اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. 

دا بریدونه په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر یوه ښوونځي د ترهګرو له خوا له چاودنې دوه ورځې وروسته شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې په شمالي وزیرستان کې پر پوځي ځواکونو د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

په تېرو دوو کلونو کې پاکستان په خپلو امنیتي ځواکونو په تېره بیا په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو بریدونو له بې ساري زیاتوالي سره مخ شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو د ډېرو دغو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.


د مطلب کود: 290222

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290222/د-پاکستان-په-وزیرستان-کې-یوه-تروریستي-برید-اووه-عسکر-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com