دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۰
د مطلب کود : 290192
په برازیل کې د سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۲۷ تنو ته لوړ شوی دی
رسنیو راپور ورکړی چې په برازیل کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ۱۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴۱ تنه ورک دی.
افغان غږ خبری آژانس: د برازیل په جنوبي ریو ګراندې ایالت کې له څه مودې راهیسې سخت بارانونه دوام لري، چې له امله یې ۱۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴۱ تنه لادرکه دي.

په داسې حال کې چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره په سیمه کې د ژغورنې او مرستې چارې دوام لري، ۷۵۶ کسان هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه شاوخوا دوه میلیونه خلک د سیلابونو له امله اغیزمن شوي او 71,409 خلک په ښوونځیو، کلبونو او کلیساګانو کې پناه اخیستلو ته اړ شوي دي.

د اناتولي په وینا، د برازیل ولسمشر لوئس اناسیو لولا دا سلوا د می په دریمه سیلاب ځپلو سیمو ته د بشري مرستو د لیږلو امر وکړ.

سیلابونو زیربناوې او پلونه ویجاړ کړي او په سیلاب ځپلو سیمو کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.
https://avapress.com/vdci3uarrt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته