کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په برازیل کې د سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۲۷ تنو ته لوړ شوی دی

22 ثور 1403 ساعت 14:30

رسنیو راپور ورکړی چې په برازیل کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ۱۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴۱ تنه ورک دی.


آوا: د برازیل په جنوبي ریو ګراندې ایالت کې له څه مودې راهیسې سخت بارانونه دوام لري، چې له امله یې ۱۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴۱ تنه لادرکه دي.

په داسې حال کې چې د ورک شویو کسانو د موندلو لپاره په سیمه کې د ژغورنې او مرستې چارې دوام لري، ۷۵۶ کسان هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه شاوخوا دوه میلیونه خلک د سیلابونو له امله اغیزمن شوي او 71,409 خلک په ښوونځیو، کلبونو او کلیساګانو کې پناه اخیستلو ته اړ شوي دي.

د اناتولي په وینا، د برازیل ولسمشر لوئس اناسیو لولا دا سلوا د می په دریمه سیلاب ځپلو سیمو ته د بشري مرستو د لیږلو امر وکړ.

سیلابونو زیربناوې او پلونه ویجاړ کړي او په سیلاب ځپلو سیمو کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.


د مطلب کود: 290192

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290192/په-برازیل-کې-د-سیلابونو-قربانیانو-شمیر-۱۲۷-تنو-ته-لوړ-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com