افغان غږ خبری آژانس: د مجید مرتضی محصلین د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن د کابل پر وخت د ثور د میاشتې په اوومه نیټه په ۱۱:۳۰ بجو د عراق له ملي لوبډلې سره مخامخ شول.
دا په زړه پورې لوبه څو شېبې وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان له لوري اکبر کاظمي په اوومه دقیقه کې، فرزاد محمودي په ۱۰مه دقیقه کې، مهران غلامي په ۱۳مه او ۱۷مه دقیقه کې او محمد جواد صفري د لوبې په ۴۰مه دقیقه کې ګولونه ووهل.
د عراق ملي لوبډلې ګول هم په ۵مه، ۱۱مه او ۲۶مه دقیقه کې وواهه.
د لوبې په بل اړخ کې به د قرغزستان او ویتنام ملي لوبډلې په څو دقیقو کې له یو بل سره مخامخ شي.
د پورتنیو لوبو ګټونکی به د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله وي. که زموږ د هېواد ملي لوبډله راتلونکې لوبه وګټي، نو د وروستۍ کوټې په توګه به په باسکټان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته لار ومومي.