دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 289357
ازبکستان ویتنام ته ماتې ورکړه؛ نړیوال جام ته د لار موندلو لپاره افغانستان بل چانس پیدا کړ
د ازبکستان د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په ماتې ورکولو او د اسیا د ملتونو جام نیمه پایلوبې ته په رسېدو سره د اسیا د فوټسال په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د اسیا پنځمې سهمیی ته لاره پیدا کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د ازبکستان د فوټسال ملي لوبډلې ویتنام ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ملتونو د جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه او په نړیوال جام کې یې خپل ګډون تایید کړ.

البته د 2024 نړیوال جام د کوربه توب له امله ازبکستان په دې سیالیو کې د ګډون ډاډمن شوی و او اوس یې په دې بریا سره په نړیوال جام کې د ګډون لپاره یوه سهمیه ډيره شوه.

له همدې امله د افغانستان، عراق، ویتنام او قرغزستان د څلورو حذف شویو ټیمونو تر منځ د پلی اف سیالۍ به په زړه پورې بڼه غوره کړي او د نیمه پای او وروستۍ سیالیو په پرتله به په زړه پورې وي.

افغانستان به د جمعې په ورځ (تور ۷) د کابل پر وخت د شپې له ۱۱:۳۰ بجو له عراق سره مخامخ شي او که یې وګټي، د یکشنبې په ورځ (پنجشنبه ۹) به د قرغزستان او ویتنام د لوبې له ګټونکي سره لوبه وکړی ترسو نړیوال جام ته لار ومومي.
https://avapress.com/vdcjihe8auqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته