افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت سرپرست اعلان کړی چې په ننګرهار ولایت کې یې د «پیمان آیس کریم» شرکت دري کارکوونکي د ۴۵۰ زره افغانیو د غلا په تړاو نیولی دی.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د یکشنبې په ورځ د ثور په ۲مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه درې تنه د آیس کریم شرکت کارکوونکي وو او د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې نیول شوي دي.
د قانع په وينا، په نيول شويو کسانو کې يو يې د پخلي او دوو نورو په دغه شرکت کې د ساتونکو په توګه کار کاوه.
د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي وو، چې پولیسو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲۵۴۰ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.