افغان غږ خبری آژانس: کابل: په وروستۍ پېښه کې چې تېره شپه (جمعه د وږي ۳۱مه) د ګرشک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د یوه کور د چت د پرېوتو له امله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی. هلمند.
په هلمند کې دداعش سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي چې ددغه کور چت دوروستيو بارانونو له امله غورځيدلى دى .
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، په يوه بله پېښه کې چې د پنجشنبې په شپه (۳۰حمل) د کجکي ولسوالۍ د ابغول په سيمه کې د سېلابونو له امله يو کور ويجاړ شوى او د يوې کورنۍ اووه غړي يې وژلي دي.
ويل کيږي چې ددغې پيښې په قربانيانو کې دکورنۍ يوسړى ، څلور ښځې او دوه ماشومان شامل دي .
ځايي سرچينې وايي، د کجکي ولسوالۍ په قاضي خېلو کې د يوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې او ماشومان ټپيان شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د هلمند او اروزګان په ګډون جنوبي ولایتونه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.
د بامیان ولایت په مرکز کې تېره شپه د یوه کور د نړېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
په هېواد کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
له دې وړاندې هم اسلامي امارت د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ تنه اعلان کړی و او د وروستیو پېښو له مخې د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شوی دی.