دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 288369
د فوټسال ملي لوبډله به ټایلنډ ته له ماتې ورکولو وروسته له سعودي عربستان سره مخامخ شي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا د تایلنډ په بنکاک ښار کې له سعودي عربستان سره دوستانه لوبه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، له دې سیالیو څخه یې موخه د اسیا د فوټسال د ملتونو جام سیالیو ته چمتووالی دی.
 
د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسيايي جام د سياليو کوربه تايلند او د اسيا د براعظمګي دريم ټيم ته د ۵-۳ په توپير ماتې ورکړه.
 
تر دې مخکې افغانستان له میانمار سره دوه دوستانه لوبې کړې وې چې یوه یې ګټلي او بله یې بایللې وه.
 
د اسيا د فوټسال د ملتونو جام سيالۍ به د اپرېل په اوولسمه نېټه د تايلند په کوربه توب پيل شي، چې د اسيا د فوټسال شپاړس غوره ټيمونه به پکې ګډون وکړي.
 
افغانستان د دې سیالیو په څلورم ګروپ کې له ایران، کویټ او بحرین سره ځای لري.
https://avapress.com/vdcb0wb59rhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته