افغان غږ خبری آژانس: رسنیو خبر ورکړی، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۹۷۵ او د ټپیانو شمېر ۷۵ زره ۵۷۷ ته لوړ شوی دی.
د صهیونیسټي پوځیانو د حملو له ۷۰ فیصده زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د خبر له مخې تراوسه هم څه دپاسه اته زره کسان لادرکه او تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې ځواکونه د اسانتیاو د نشتوالي او د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې حملو له امله هغوي ته د رسیدو توان نلري .