کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره او ۹۷۵ تنو ته ورسېد

16 حمل 1403 ساعت 10:35

د رسنیو د راپورونو له مخې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۹۷۵ او د ټپیانو شمېر ۷۵ زره ۵۷۷ ته لوړ شوی دی.


آوا: رسنیو خبر ورکړی، چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د جګړې د شهیدانو شمېر ۳۲ زره ۹۷۵ او د ټپیانو شمېر ۷۵ زره ۵۷۷ ته لوړ شوی دی.

د صهیونیسټي پوځیانو د حملو له ۷۰ فیصده زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین د اطلاعاتو د مرکز د خبر له مخې تراوسه هم څه دپاسه اته زره کسان لادرکه او تر خاورو لاندې دي او د ژغورنې ځواکونه د اسانتیاو د نشتوالي او د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې حملو له امله هغوي ته د رسیدو توان نلري .


د مطلب کود: 288300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288300/د-غزې-شهیدانو-شمېر-۳۲-زره-او-۹۷۵-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com