افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ دغه خبر په ایکس پاڼه کې خپور کړی او ویلي یې دي چې په کابل کې د چین سفیر د غونډې پر مهال زیاته کړه چې د عینک د مسو په کان کې د چینایي پانګوالو پانګونه، د جلغوزیو د پروسس او صادراتو او نور اقتصادي سکتورونه ښه پایله لري.
د هغه په وينا، دغه پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې په نورو پروژو کې هم پانګونه وکړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له چین سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او د اړیکو پراخولو ته ژمن دی.
د لومړي وزير سياسي مرستيال د واخان له لارې د دواړو هېوادونو اړيکې د اقتصادي او سوداګريزو برخو پياوړي کول يو ستر پرمختګ وباله.