کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین سفیر له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې:

چین د افغانستان د سیاسي او اقتصادي پرمختګ ملاتړ کوي

28 حوت 1402 ساعت 11:02

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل چې دغه هېواد د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پرمختګونو ملاتړ کوي.


آوا - کابل: ارګ دغه خبر په ایکس پاڼه کې خپور کړی او ویلي یې دي چې په کابل کې د چین سفیر د غونډې پر مهال زیاته کړه چې د عینک د مسو په کان کې د چینایي پانګوالو پانګونه، د جلغوزیو د پروسس او صادراتو او نور اقتصادي سکتورونه ښه پایله لري.

د هغه په ​​وينا، دغه پانګوال لېواله دي چې په افغانستان کې په نورو پروژو کې هم پانګونه وکړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له چین سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او د اړیکو پراخولو ته ژمن دی.

د لومړي وزير سياسي مرستيال د واخان له لارې د دواړو هېوادونو اړيکې د اقتصادي او سوداګريزو برخو پياوړي کول يو ستر پرمختګ وباله.


د مطلب کود: 287543

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287543/چین-د-افغانستان-سیاسي-او-اقتصادي-پرمختګ-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com