دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 285743
په بلخ کې یوه بوډا ښځه له کورني زندان څخه خلاص شوه
په بلخ ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د «انا ګل» په نوم یوه ۸۵ کلنه ښځه چې له ۶ کلونو راهیسې د خپلو لمسیانو له خوا په کور ک« بنده وه، خوشې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د اسلامی امارت د امنیتی ځواکونو له هڅو وروسته دغه ښځه د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې له یوه کور څخه راخوشې او روغتون ته وړل شوې ده.
 
اناګل شپږ کاله وړاندې په هغه ځای کې بنده وه چې څاروي یې د کورنۍ د غړو له خوا ساتل کیږي او تازه هوا ته د نه لاسرسي له امله له فزیکي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
 
اناګل چې په ترکمن ژبه خبرې کوي، وويل چې د خپلو لمسيانو له وېرې نه شي کولى د خپل بندي په اړه چا ته ووايي.
 
دا لومړی ځل نه دی چې یوه ښځه د خپلو خپلوانو له خوا له څو کلونو راهیسې په کور کې بندي ده. تر دې وړاندې په کابل، لوګر او نیمروز کې هم ورته راپورونه خپاره شوي وو.
https://avapress.com/vdceen8wxjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته