په بلخ ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د «انا ګل» په نوم یوه ۸۵ کلنه ښځه چې له ۶ کلونو راهیسې د خپلو لمسیانو له خوا په کور ک« بنده وه، خوشې کړې ده.
په بلخ کې یوه بوډا ښځه له کورني زندان څخه خلاص شوه
23 دلو 1402 ساعت 15:29
په بلخ ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د «انا ګل» په نوم یوه ۸۵ کلنه ښځه چې له ۶ کلونو راهیسې د خپلو لمسیانو له خوا په کور ک« بنده وه، خوشې کړې ده.
آوا - مزارشریف: د اسلامی امارت د امنیتی ځواکونو له هڅو وروسته دغه ښځه د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې له یوه کور څخه راخوشې او روغتون ته وړل شوې ده.
اناګل شپږ کاله وړاندې په هغه ځای کې بنده وه چې څاروي یې د کورنۍ د غړو له خوا ساتل کیږي او تازه هوا ته د نه لاسرسي له امله له فزیکي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
اناګل چې په ترکمن ژبه خبرې کوي، وويل چې د خپلو لمسيانو له وېرې نه شي کولى د خپل بندي په اړه چا ته ووايي.
دا لومړی ځل نه دی چې یوه ښځه د خپلو خپلوانو له خوا له څو کلونو راهیسې په کور کې بندي ده. تر دې وړاندې په کابل، لوګر او نیمروز کې هم ورته راپورونه خپاره شوي وو.
د مطلب کود: 285743