دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 285679
په غزه کې د شهیدانو شمیر له ۲۸ زرو تنو واوښت
په غزه کښې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې د صهیونیسټانو د یرغل د شهیدانو شمیر ۲۸ زره ۱۷۶ تنو ته رسیدلی چې په ترڅ کښې یې ۶۷ زره او ۷۸۴ کسان ژوبل شوی هم دی .
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
 
د فلسطین د روغتیا وزارت هم زیاته کړه چې په وروستیو ساعتونو کښې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د ۵۸ شهیدانو جسدونه په رفح کښې د ابو یوسف النجار روغتون ته انتقال شوی دی.
 
رسنیو خبر ورکړی چې د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس په ناصر روغتون کښې د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو لخوا یو فلسطینی شهید شوی دی.
https://avapress.com/vdccmpqio2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته